د هند په لوېديځ کې د يوه بس موټر د چپه کېدو له کبله ۲۵ کسان مړه شوي او اته نور ټپيان دي. پېښه بېګاه شپه ناوخته د لوېديځ مهاراشټرا په بودانا سيمه کې رامنځته شوې ده. سيمه کې پوليسو رسنيو ته ويلي، دغه موټر وروسته له هغې چپه شو او اور يې واخيست چې يو ټاير يې وچاودېد. د پوليسو په وينا، دغه موټر کې ۳۳ کسان سپاره او له ناکپور ښار څخه پونې ته روان وو. د هند لومړي وزير نرېندرا مودي د پېښې له امله خواشيني ښودلې او د قربانیانو کورنیو سره يې د ۷۰۰زره هندي روپيو د مرستې اعلان کړی دی.