تمه ده چې د ناټو سازمان غړي هېوادونه د یوه بل کال لپاره د سرمنشي ینس سټولټنبرګ د کار موده تمدید کړي. څلورو ډیپلوماتانو، د نوم نه ښودلو په شرط، رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دا پرېکړه په وروستیو اونیو کې په پراخه کچه مطرح شوې او تمه ده، چې د نن ورځې په غونډه کې به په رسمي توګه تصویب شي. ینس سټولټنبرګ چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د ناټو عمومي منشي دی، په څو بحرانونو کې یې د دې اتحاد مشري کړې ده.