د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او اوبو لګولو مرستیال د امریکا د کرنې د ارزښت پراختیایي ادارې له مسوولینو سره په کتنه کې ویلي، چې د افغانستان ۹ ولایتونه د ملخانو د بریدونو له خطر سره مخ دي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې د کرنې وزارت مرستیال ویلي، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له همکارو بنسټونو سره په همکارۍ د نباتاتو د آفتونو په ځانګړې توګه د ملخانو د مخنیوي په خاطر کار کوي او اوسمهال ۹ ولایتونه د ملخانو له حملو څخه اغېزمن شوي دي. نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې دا زموږ د کروندګرو په مقابل کې مسوولیت دی څو د دې آفتونو مخنیوی وکړو. خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې په دې کتنه کې دغه راز د ملخانو د آفتونو د مخنیوي او پر وخت د اغېزناک پروګرام د جوړولو او د هغې د تطبیق په اړه هم خبرې وشوې.



































