د شانګهای همکارۍ سازمان د مشرانو د شورا ۲۳مه غونډه د جولای په ۴مه نېټه تر سره کړه او په ترڅ کې یې ايران په رسمي توګه د غړي په توګه ومنل شو. تر اوسه پورې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو شمېر نهو ته رسېدلی دی. د شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ کال کې جوړ شوی او بنسټ ایښودونکي غړي یې چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان دي. په ۲۰۱۷م کال کې یې په لومړي ځل خپل غړي زيات کړل او هند او پاکستان ته یې هم غړیتوب ورکړ .د ۲۰۲۲ کال په سپتمبر کې د شانګهای همکارۍ سازمان د سمرقند سرمشريزه کې د ایران د شاملېدو يادښت لاسليک شو او د بلاروس د منلو بهیر هم پیل شو.