پاکستاني رسنیو ویلي، چې د پاکستان په پنجاب او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر لسو تنو ته رسېدلی دی. د دغو رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو ورځو کې په پنجاب، بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.