په پاکستان کې د بارانونو له کبله د مړه شویو کسانو شمېر ۵۵ ته ورسېده. پاکستاني چارواکو پرون ویلي چې د موسم سره په مرتبطو تازه پېښو کې د اتو ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه مړه شوي او د سیلابونو د راوتلو اندېښنې هم زیاتې شوي دي. په دې سره د مړه شویو کسانو شمېر هم ۵۵ ته رسېدلی دی. تېرکال هم د موسمي بارانونو له کبله په دغه هېواد کې سیلابونه راووتل چې ډېر مالي او ځاني زیانونه یې واړول. بارانونو د لاهور په ښار کې یو شمېر سړکونه لاندې کړي دي. چارواکي وايي چې د چهارشنبې له ورځې راهېسې په دغه ښار کې ۱۹ تنه د چتونو د غورځېدو له کبله مړه شوي. د خیبرپښتونخوا د شنګلا په سیمه کې بیا چارواکي وايي چې اته ماشومان د ځمکې د ښویدو په پېښې کې مړه شوي دي.