د ايران ولسمشر وايي، هېواد به يې ډېر ژر له هغو توغنديو په استفادې چې په دغه هېواد کې جوړ شوي، د ځمکې په مدار کې ٢ سپوږمکۍ يا سټلايټونه ځاى پر ځاى کړي. حسن روحاني ويلي، تهران به د امريکا له هغو اندېښنو سره سره چې ويلي يې دي، دا کار به د ايران د بالسټيک ميزايلو له پرمختيا سره نوره مرسته هم وکړي، دا اقدام کوي. روحاني د دغو توغنديو او سپوږمکيو په اړه نور جزيات نه دي ورکړي. څو ورځې مخکې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو خبردارى ورکړى و چې ايران دې د درېيو راکټونو د توغولو پلانونه نه عملي کوي. پامپيو دا فضا ته توغول کېدونکي وسايط بللي وو او ادعا يې کړې وه چې دغه وسايط د اټمي سروکو لېږدوونکو بالسټيک ميزايلو ته ورته دي چې توغول به يې د ملګرو ملتونو له پرېکړه ليکه سرغړونه وي.