د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر په افغانستان کې د قزاقستان له سوداګریز استازي یسین تایف آرمان سره په کتنه کې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د اوبو او انرژۍ په برخه کې د ګډې همکارۍ په هکله خبرې وکړې. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه کتنه کې، په افغانستان کې د قزاقستان سوداګریز استازي د اوبو او انرژۍ په پروژو کې د قزاقستاني شرکتونو د پانګونې له لېوالیتا څخه خبر ورکړ او د اوبو او انرژۍ وزارت له رهبرۍ څخه يې د پانګونې لپاره د زمینې په چمتو کولو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه. ورته مهال، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په هېواد کې د انرژۍ سکتور پراختیا د افغانستان له بنسټیزو اړتیاوو څخه وبلله او زیاته یې کړه، چې د اوبو او انرژۍ وزارت رهبري د پانګونې لپاره د زمینې د چمتوکولو په برخه کې له هېڅ ډول همکارۍ څخه ډډه نه ده کړې او د بهرنیو پانګه والو له لېوالتیا څخه هم هر کلی کوي.



































