د امریکا د کلیفورنیا ایالت چارواکي وایي شپږ تنه پرون هغه وخت مړه شول چې یوه وړه الوتکه په زراعتي ځمکې کې ولویده او اور یې واخیست. پولیسو ویلي الوتکه د کلیفورنیا ایالت د موریتا ښار یو هوایي ډګر سره نږدې لویدلې چې د لاس انجلس او سان ډیاګو ښارونو تر منځ پروت هوایي ډګر دی. پولیس وایي د اور لمبې دومره شدیدې وې چې تقریباً یو هکټار ځمکه یې سوځولې ده. دا الوتکه د لاس ویګاس نړیوال هوایي ډګر څخه الوتې وه او په سیمه ایز وخت شنبې وختي ولوېده. د هوایي چلند فدرالي ادارې ویلي چې الوتکه جیټ وه چې معمولاً د سوداګریزو پروازونو لپاره ترې کار اخیستل کیږي او لږ شمیر خلک پکې ځایږي.