کندهار کې د تېلو په عمومي سرای کې اورلګېدنې درانه مالي زیانونه اړولي دي. د کندهار ځايي چارواکي وايي دغه اور پرون مازدیګر مهال ولګېد خو د ښاروالۍ، د اوروژنې مدیریت، د دفاع وزارت اړوند د ۲۰۵ قول اردو او همدا راز د هوايي ډګر د تنظیفاتو پرسونل په همکارۍ ژر مهار شوی دی. د کندهار د ولایت مقام پر ټویټرپاڼه لیکل شوي، چې دې پېښه کې څو کسان برسېرن سوځېدلي، خو حالت یې د دوی په وینا د اندېښنې وړ نه دی. ځايي چارواکو د دې اورلګېدنې د لامل په اړه څه نه دي ویلي او د دې جزییات یې هم نه دي ورکړي، چې څومره مالي زیان به پکې اوښتی وي. ویل کیږي، دغه اور یو ساعت دوام درلود خو د خپرېدو مخه یې نیول شوې او ډېرې زېرمې ترې ساتل شوې وي.



































