د خوړو نړیوال پروګرام وایي، په افغانستان کې د ۱۵ ميلیونه کسانو له ډلې چې له سختې لوږې سره مخامخ دي، اوس یې یوازې پنځه ميلیونو ته مرستې رسولی شي. دې پروګرام پرون ویلي چې تر راتلونکي ژمي پورې یو ميلیارد ډالره د بودجې کسر لري. دا خبره د دې پروګرام مشرې هسیو وي لي د اروپا لپاره له ایوراکتیف رسنۍ سره په تازه مرکه کې کړي دي. د خوړو نړیوال پروګرام څلور ورځې وړاندې په یوه بل ټویټ کې ویلي وو، چې په افغانستان کې ۸۷ سلنه کورنۍ د خوړو لپاره کافي خوراکي مواد نهلري.



































