د ترکیې اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی چې شوکت میرضیایف د ۸۷.۰۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره یو ځل بیا د اوزبکستان ولسمشر وټاکل شو. په دې ټاکنو کې د اوسني ولسمشر شوکت میرضیایف په شمول څلور نوماندانو یو له بل سره سیالي کوله. د ۳۴ ميليونه نفوس لرونکي هېواد ازبکستان ټاکنې د سيمه پر وخت ۸ بجې پيل شوي چې د ماښام تر اتو بجو پورې به دوام کوي.