د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالي کې د نفرایټ ډبرو د کان د استخراج چارې پیل شوې. د کاپیسا ولایت ځايي چارواکي وايي، چې له دې کان څخه به په کلني ډول درې زره ټنه نفرایټ اسخراج کیږي او د في ټن نفرایټ ډبرو بیه څلور سوه زره افغانۍ ټاکل شوې ده. چارواکي زیاتوي، چې دغه قرارداد یوه افغاني شرکت ته د پنځه کلونو لپاره ورکړل شوی دی. د دوی په خبره، چې په دې سره به د سیمې ډیری اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شي.



































