د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان ویلي، چې د متحدوایالتونو حکومت د کانګرس په مشوره پر ترکیې، ایف۱۶ جنګي الوتکې پلوري. امریکا دا پرېکړه وروسته له دې کړې چې ترکیې په ناټو تړون کې د سویډن له غړیتوب سره موافقه وکړه. ترکیه، چې په ناټو کې د سویډن د غړیتوب اصلي خنډ وه، د ۲۰۲۱ په اکټوبر کې له امریکا وغوښتل چې د شاوخوا ۲۰ میلیارد ډالرو په ارزښت نورې ایف۱۶ الوتکې او دغه راز د الوتکو پرزې پرې وپلوري. سلیوان په لېتوانیا کې د ناټو د سرمشریزې تر پیلېدو مخکې وویل، ولسمشر بایډن پر ترکیې د الوتکو له پلورلو سره موافقه کړې او هېڅ شرط یې ورته نه دی ایښی.