د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، په راتلونکې اګست میاشت کې به واک سرپرست حکومت ته وسپاري. نوموړي ویلي، د ده په مشرتابه اوسنی حکومت د هېواد په تاریخ کې لومړنی ائتلافي حکومت دی چې تر ټولو لنډه موده یې د هېواد واګې ترلاسه کړې او په وینا یې د پاکستان د تاریخ له تر ټولو لویو ګواښونو سره مخامخ و. د یادونې ده، چې د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان ائتلافي فدرالي حکومت ۱۵ میاشتې واکمني وکړه.