هند پرون اعلان کړی چې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت به له فرانسې څخه جنګي جیټ الوتکې او اوبتلونه وپيري. دا اعلان داسې مهال شوی چې د هند صدراعظم نرېندار مودي د دوو ورځو لپاره فرانسې ته رسېدلی او هلته به د هغه هېواد د « ملي ورځ» په مراسمو کې ویاړلی میلمه وي. د هند د دفاع وزارت ویلي دي چې هند غواړي فرانسې ته د رافایل په نامه د ۲۴ جنګي الوتکو او د سکارپیني-کلاس په نوم د شپږو اوبتلونو فرمایش ورکړي. د دغو الوتکو او اوبتلونو قیمتونه او د اخیستلو شرایط واضح شوي نه دي او د دواړو هېوادونو چارواکي به پرې کار کوي. هند د فرانسې د وسلو ستر پېرودونکی بلل کېږي. نرېندرا مودي په ۲۰۱۵ کال کې فرانسې ته دخپل سفر په مهال د رافایل د ۳۶ جنګي الوتکو د اخیستلو اعلان کړی و، چې هغه وخت یې ارزښت شاوخوا څلور میلیارد یوور اټکل شوی و.