پاکستاني چارواکي وایي د دې هیواد په ختیځ کې د پنجاب په ولایت کې شاوخوا ۱۴ زره کسان په وړو کښتیو کې خوندي سیمو ته لیږدول شوي دي. چارواکو پرون ویلي خوندي سیمو ته د دې کسانو د لېږدولو پرېکړه یې وروسته تر هغه وکړه چې د پرله پسې ورښتونو څخه وروسته د دوو سیندونو اوبه په کلیو ورغلې او ګڼ شمیر کلي یې لاندې کړل. په پاکستان کې چې تیر کال هم په همدې موسم کې د ورښتونو څخه وروسته سیلابونه راغلل او ملیادرو ډالرو زیان یې خلکو ته واړاوه یو ځل بیا د تېرې میاشتې راهیسې دا ډول بارانونه پیل شوي او تر اوسه د هوا اړوندو پیښو کې ۹۱ تنه مړه شوي دي. د پاکستان د هوا پیژندنې ادارې د معلوماتو له مخې اټکل کیږي چې په روانې اونۍ کې به د دې هیواد د بلوچستان او سند په ولایتونو کې بارانونه وي – په همدې سیمو کې تېر کال اوړی هم زرګونه کسان په سیلابونو کې مړه شول.