د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان یو وار بیا په اروپايي ټولنه کې د خپل بشپړ غړیتوب غوښتنه کړې ده. نوموړي د چک جمهوریت له ولسمشر «پېټر پاول» سره په خبرو کې ویلي چې اروپايي ټولنه باید ترکیې ته بشپړ غړیتوب ورکړي. له اناتولي خبري اژانس څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي په دغو ټلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا پراختیا هم ټنیګا کړی دی. ترکیې تر دې وړاندې هم په اروپايي ټولنه کې د بشپړ غړیتوب غوښتنه کړې، خو لاهم کوم مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی.