د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول کییف ته د ناڅاپي سفر پرمهال له اوکراین سره د نورو بشري مرستو ژمنه کړې. یون پرون له خپل اوکرایني سیال ویلادیمیر زلینسکي سره تر کتنې وروسته په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې جنوبي کوریا اوکراین ته نور د مرمۍ ضد واسکټونه او زغره والې خولۍ ورکوي چې له دې سره به له اوکراین سره د سیول د مرستو کچه له ۱۰۰ میلیونه ډالرو څخه ۱۵۰ میلیونه ډالرو ته لوړه شي.