په کابل کې د ایران سفیر او ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي په یوه ټویټ کې لیکلي چې د ایران او افغانستان د اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه د پانګونې او سوداګرۍ په وړاندې د خنډونو او ستونزو حل د ایران د اوسني دولت له لومړیتونو څخه دي. قمي ټینګار کړی چې دوه اړخیزې اړیکې او تعامل، د داوړو لورو د ګټو په سیوري کې ټینګېږي. په کابل کې د ایران سفیر زیاته کړې افغانستان ته د هېواد د صادراتو تنظیمول، د ویزې د ورکړې بهیر کې اسانتیا، د سوداګر تګ راتګ، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ فعالول، د تولید او پانګونې په وړاندې د خنډونو د لرې کولو او اسانتیا رامنځته کولو کمېټې جوړول، د دواړو هېوادونو له پانګوالو ملاتړ او د کانونو د کنسرسیوم جوړول، د اقتصاد، تولید او سوداګرۍ په حوزه کې له ترسره شویو اقداماتو څخه دي.



































