د هلمند په مرکز سربېره، نوزاد، نهرسراج او سنګین ولسوالیو کې د کارېزونو او زابرانو د پاکولو، د اوبو راګرځولو ساحو د قوي کولو د چک ډیمونو په جوړولو کې ۱۳ زره ۷۹۶ کسانو ته د کار زمینه برابره شوه. د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې دغه پروژه د نړیوال بانګ په مالي ملاتړ پلې کېږي، چې چارې به یې د یو کال په موده کې بشپړې شي. د مسوولینو په وینا، د یادې پروژې کارکونکو ته د کار په بدل کې په هرو ٢٠ ورځو کې ۸ زره ۵۰۰ افغانۍ ورکول کېږي، چې ١٢ میاشتې به دوام وکړي.



































