په هند کې د نړۍ د شلو صنعتي هیوادنو یا جي-۲۰ د مالیې وزیرانو غونډه پرون د نظر د یووالي پرته پای ته ورسیده ځکه چې ګډونوال په دې ونه توانیدل د اوکراین په هکله اختلافات حل کړي. دا دوه ورځنۍ غونډه د هند د ګجرات ایالت د ګاندهي نګر په ښار کې جوړه شوې وه. د هند د مالیې وزیرې نرملا سیتهارامان د غونډې په پای کې خبریالانو ته وویل چې لا هم په اوکراین کې د روسیې د جګړې په هکله د غونډې ګډونوال یو شان نظر نلري. د جي-۲۰ هیوادونو مشري سږ کال له هند سره ده. د هند د مالیې وزیرې وویل چې د جي-۲۰ ګڼ شمیر غړیو هیوادونو روسیه وغندله چې د اوکراین د غلې موافقې تمدید کولو څخه یې انکار کړی. ټاکل شوې چې د جي۲۰ هیوادونو مشرانو بله غونډه د همدې کال د سپټمبر په میاشت کې وشي.