امریکا له اوکراین سره د یو اعشاریه درې میلیارده ډالرو په ارزښت نوې پوځي مرسته اعلان کړه.د امریکا دفاع وزارت پرون په یوه بیان کې ویلي، چې په دې به اوکراین ته هوایي مدافع، د ټانک ضد توغندي، ډرون الوتکې او نور پوځي وسایط او مهمات چمتو شي. په بیان کې زیاه شوې، چې واشنګټن به له خپلو شریکانو او متحدانو سره هڅه وکړي چې د جګړې په ډګر کې د اوکراین اوسنۍ اړتیاوي او د اوږدې مودې په مخه ضرورتونه بشپړ کړي.