د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، چې په هرات کې له ګاونډیو هېوادونو څخه ۱۲۰ بې ځایه شویو او راستنېدونکو ښځو او نجونو ته د مهارتونو او سوداګرۍ د زده کړې زمینه برابره کړې ده. دغه ښځې او نجونې د افغانستان د جوړولو په پروژه کې شاملې شوي او د خپلو لاسي صنایعو په پلورلو یې عاید ترلاسه کړی دی.
د افغانستان د جوړونې پروژې مسوول حسن خان احمدزي وايي، چې په دې پروژه کې موږ هنرمندانو ته بازار ته د لاسرسي زمينه برابروو او له بازار سره يې نښلوو.او دغه راز موږ هغوی ته د بازار د تقاضا پر بنسټ روزلو ته دوام ورکوو تر څو وکولای شي د بازار د تقاضا پر بنسټ توکي تولید کړي.د افغانستان د جوړولو پروژه له دغو ښځو او نجونو سره د دغو ښځو او نجونو د لاسي تولیداتو د پلور او صادرولو په برخه کې همکاري کوي.



































