پاکستاني چارواکي وايي، چې په اسلام اباد کې د سخت باران پر مهال پر خلکو دېوال غورځیدلی چې له کبله یې لږ تر لږه ۱۱ تنه مړه شوي دي. د چارواکو په وینا دا پېښه په اسلام اباد کې د پېښور پر سړک ګولړه نومې سیمه کې د یوه جېګ دېوال غورځېدو له کبله رامنځته شوې ده. د معلوماتو له مخې یوه ډله خلک چې حکومت کاریګر بللي د یوې خیمې لاندې ویده وو چې د باران له کبله پرې د بلې خوا دېوال وغورځید. د ژغورنې ډلو د پېښې له ځایه پنځه کسان په ټپي حالت ژوندي هم ایستلي او د مړو شمېر د ډېرېدو اندېښنه هم شته.