د هند په لوېدیځ مهاراشترا ایالت کې د ځمکې ښویېدنې په پایله تر سلو ډېر کسان تر خاورو لاندې شوي دي او لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دا پېښه د سختو او پرلهپسې بارانونو وروسته رامنځته شوې ده. بهرنیو رسنیو ویلي، چې د ژغورنې ډلو د لادرکه شویو کسانو لټون پیل کړی دی. د هند بېلابېل ښارونه له څو ورځو راهیسې د سختو بارانونو شاهدان دي، چې له امله یې لارې بندې دي او تعلیمي مرکزونه هم تړل شوي.