اروپايي ټولنې، په سوریه کې د بشار اسد د حکومت د پوځي ملاتړ او پر اوکراین د روسیې د برید د ننګې په خاطر پر ایران نوي بندېزونه ولګول. اروپايي ټولنې پرون په یوه راپور کې ویلي، چې د اوکراین پر ضد د روسیې له برید څخه د ایران پوځي ملاتړ ته په کتو، دې شورا د محدودوونکو اقداماتو لپاره نوی چوکاټ جوړ کړی دی. په نویو بندېزونو کې، د هغو پرزو د صادراتو بندیز هم شامل دی، چې د بې پېلوټه الوتکو په جوړولو کې کارول کېږي.
د نویو بندېزونو پر اساس، ۶ تنه ایرانیان سوریې ته د هوايي دفاع د رادارونو په لېږلو کې د لاس لرلو او روسیې ته د بې پېلوټه الوتکو د ورکولو په خاطر په تور لیست کې شامل کړل شوي دي.