په سویډن کې د قرانکریم سوځېدو په غبرګون کې ایران له دغه هېواد سره ډیپلوماتیکې اړیکې وځنډولې. د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په یوه مرکه کې ویلي چې دوی به په ایران کې د سویډن نوی سفیر ونه مني او نه به هم خپل سفیر هلته ولېږي. ټاکل شوې وه چې د ایران نوی سفیر به په راتلونکو دوو ورځو کې سویډن ته ولاړ شي. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د یادې پېښې په غبرګون کې په عراق او لبنان کې هم په دې اړه لاریونونه شوي وو. لاریون کوونکو په بغداد کې د سویډن سفارت ودانۍ یوه برخه هم سوځولې. په همدې حال کې د لبنان په مرکز بیروت کې هم زرګونه کسانو لاریون کړی، چې قرانکریم یې له ځانه سره لېږداوه او د سویډن بیرغ ته یې اور اچولی دی.