د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له سوداګرو، صرافانو او د صنعتکارانو له یو شمېر استازو سره کتلي دي. په دې کتنه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ویلي چې دا هیواد د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د ابادۍ لپاره يې بايد ټول يو بل ته لاسونه ورکړي. نوموړي په هیواد کې له مېشتو ټولو سوداګرو، صرافانو او صنعتکارانو مننه کړې، چې واقعيتونه درک کوي او له افغانانو سره د مرستې او همکارۍ لپاره په افغانستان کې پاتې دي. د رياست الوزرا سياسي مرستيال دوی ته ډاډ ورکړی، چې ستونزو او وړاندیزونو ته به يې رسيدګي وشي او د دوی د ځان او مال خونديتوب لپاره به جدي ګامونه واخيستل شي.



































