هندي چارواکي وايي، په دغه هېواد کې د ځمکې له ښويېدو وروسته د ژغورنې په عملياتو کې تر اوسه د ٢٧ کسانو مړي موندل شوي دي. چارواکو ویلي چې د ځمکې دغه ښویېدنه د موسمي بارانونو وروسته د ایرشالوادي په کلي کې شوې چې د ممبۍ له ښار څخه شاوخوا ۸۰ کیلومتره واټن لري. د دې طبیعي ناورین په پایله کې، لږ تر لږه ۷۸ کسان لادرکه شوي دي او د استوګنې ۱۷ کورونه په بشپړه یا جزوي توګه د خټو لاندې ښخ شوي دي. د هند د بیړنیو حالاتو د ادارې یو چارواکي ډیپک اواد، وویل چې، د ژغورنې ډلې د خټو او خځلو د پاکولو لپاره له بېلچې او جبل څخه ځکه کاراخلي، چې دې کلي ته لاره ډیره سخته ده او نشي کیدای چې عصري او درانده ساختماني وسایل هلته انتقال شي. د هند د هوا پېژندنې ادارې د سختو بارانونو له کبله د مهاراشترا ایالت ته خبرداری ورکړی دی. د اورګاډي خدمات هم د اوبو د لوړې کچې له امله ګډوډ شوي دي.