د ترکیې هېواد پانګهوالو د افغانستان پر یو شمېر کانونو د پانګونې غوښتنه کړې ده. له کانونو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یادو پانګهوالو تېره ورځ د دغه وزارت له سرپرست وزیر سره کتلي دي. خبرپاڼه زیاتوي چې په ترسره شوې کتنه کې په افغانستان کې د پانګونې او په ځانګړي ډول د افغانستان پر کانونو د پانګونې لپاره د شرایطو او زمینې پر برابرولو خبرې وشوې. د سرچینې د معلوماتو له مخې، د کانونو او پټرولیمو وزارت سرپرست په دې لیدنه کې ویلي چې اسلامي امارت له دوی سره د کان کیندنې د قوانینو اړوند هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.



































