د کندوز ښاروالۍ ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ۶ پروژو چارې پيل شوې دي. د کندوز ښاروال گل محمد الیاس وايي، چې په دغه ښار کې د یونفس دفتر په مالي ملاتړ د ۴۶۲ زره امریکايي ډالر په لګښت د ۶ پروژو چارې پيل شوې دي. هغه زیاته کړه چې په دې پروژو کې د کندوز ښار سړکونه کانکرېټ کېږي او چارې به یې په درې نیمو میاشتو کې بشپړې شي. د یادو پروژو په پلې کولو سره سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.



































