زرګونه تنه ایرانيانو پلازمېنه تهران کې قرآنکريم ته د سويډن هېواد له لوري د سپکاوي په غبرګون کې په لاريونونو لاس پور کړی دی. قهرجنو لاریون کوونکو هلته د سويډن سفارت پر ودانۍ د چرګانو د هګيو ګوزارونه کړي او له ایراني چارواکو يې سويډن سره د هر ډول اړيکو د بندېدو غوښتنه کړې. يو عراقي- سويډني ځوان څه موده وړاندې سويډن کې د قرآنکريم يوې نسخې ته اور ورته کړ، هغه چاره چې د ګڼ شمېر اسلامي هېوادونو غبرګونونه يې راوپارول. د افغانستان سرپرست حکومت د دې پېښې په غبرګون کې افغانستان کې د سويډن پر هر ډول فعاليتونو بنديز ولګاوه، خو کويټ بيا سويډنۍ ژباړې سره د قرآنکريم د ۱۰۰زره ټوکه چاپېدو اعلان وکړ.