اقتصاد وزارت د مرستندویه بنسټونو په کار او بشري مرستو کې دسرپرست حکومت لاسوهنه ردوي او وايي، چې دغه وزارت د عادلانه او راڼه وېش په پار د نړۍوالو مرستندویه بنسټونو د مرستې رسونې پر بهیر څارنه کوي. له دې مخکې د امریکا د نړۍوالې پراختیايي ادارې په یوه راپور کې ویلي و چې سرپرست حکومت د بشرپاله مرستو د وېش په بهر کې لاسوهنه کوي. اقتصاد وزارت دغه راز ویلي، چې د په خوا په پرتله اوس مرستې کمې شوې او لکه څنګه چې یې موږ تمهلرله اوس نشته.



































