د امریکا پر مخکیني ولسمشر ډونالډټرمپ نوي تورونه لګیدلي او داځل تورن شوی چې محرم اسناد يې په غیرقانوني ډول یې ساتلي دي. څارنوالان تور لګوي، چې ټرمپ د تحقیقاتو پر وړاندې د خنډونو د جوړولو لپاره له یوه کارکوونکي غوښتي و، چې په فلوریډا کې د ده په ملکیت کې د امنیتي کمرې تصویرونه ډیلیټ کړي. په نوې دعوه کې ټرمپ تورن شوی چې د ملي دفاع اړوند معلومات یې په خپل سر ترلاسه او محدود کړي. له دې سره پر هغه جنایي دوسیه نور موارد هم ورزیاتېږي چې په تېره جون میاشت کې د ټرمپ او د هغه د یوه همکار پرضد پرانېستل شوه.