د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې مسوولينو ملت ته د حساب ورکولو په پروګرام کې ویلي؛ چې په تېر یوه کال کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴.۵ میلیونه مټریک ټنه توکي لېږدول شوي، چې له درکه یې ۳.۱ میلیارده افغانۍ عواید راټول او د حکومت خزانې ته سپارل شوي دي. د یادې ادارې مسوولین دغه راز وايي، چې د ۴۳ کيلو مترو په اوږدوالي د خواف – هرات د څلورمې قطعې د لومړي فاز کار به ډېر ژر پيل شي. د دوی په وینا یادې قطعې کار به د ۱۶ مياشتو په موده کې بشپړ شي.