هندي رسنیو ویلي، چې له دوو کلونو وروسته امریکايي او اروپايي هوايي شرکتونو ته د افغانستان پرفضا د الوتنې اجازه ورکړشوې ده. د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته پر افغانستان د دوی د الوتکو تګ راتګ درېدلی و. اکانومیک ټایمز پرون ویلي، چې د امریکا هوايي چلند ادارې په روانه اونۍ کې امریکايي الوتکو ته اجازه ورکړه، چې د افغانستان له خاورې په ۳۲ زره فوټه په لوړوالي الوتنې وکړي. د اروپايي ټولنې د هوایي چلند خوندیتوب اداره د خپلو غړیو هېوادونو هوایي شرکتونو ته هم ورته سپارښتنه کړې ده. د اکانومیک ټایمز د څرګندونو له مخې؛ د دې پرېکړې له پلي کېدو سره به د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د تګ راتګ په وخت کې د پام وړ کمی راشي، ځکه د افغانستان له لارې د تېرېدو ځنډېدو د الوتنو په وخت کې شاوخوا نیم ساعت ډېر کړی و.