د کور او ښار جوړولو وزارت چارواکو ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې وویل، د دې وزارت له لوري هڅې روانې دي، څو ټولې اړوندې نيمګړې پروژې یې بشپړې شي. د چارواکو په وینا، یاد وزارت توانېدلی په ټولو ولايتونو کې د ساختماني پروژو ښه څارنه او نظارت وکړي. دوی دغه راز وویل، چې د کابل ښار په خوشحال خان مېنه کې د قطري استوګنيزې پروژې چارې دوام لري او تر دې دمه يې شاوخوا ۴۰سلنه چارې بشپړې شوې دي. د چارواکو په وینا په تېر يوه کال کې د ميوند بانک د ۱۲۸ ملکيتونو، د مرکزي پسته خانې د ۱۴ملکيتونو، د شکر درې ولسوالۍ د ښوونکو ښارګوټي د ۵۰۰ کيلوواټه برېښنا د مسیر او ګڼو نورو پروژو د توپوګرافي سروې ګانې بشپړې کړي.