د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې دی له اوکراین سره د سولې د خبرو نظر نه ردوي. هغه په سن پیترزبورګ کې د افریقايي هېوادونو له مشرانو سره تر کتنې وروسته ویلي، د افریقا او یا چین د سولې نوښت دې راز خبرو ته بنسټ برابرولی شي. خو ولسمشر پوتین زیاته کړې په داسې وضعیت کې چې د اوکراین د پوځ عملیات روان وي، د اوربند عملي کېدل ستونزمن دي. کیېف او مسکو مخکې ویلي وو چې د ځینو مشخصو شرطونو له منل کېدو پرته د خپلمنځي خبرو اترو مېز ته نه کیني. پوتین تېره شپه ناوخته خبري کنفرانس ته په خبرو کې دا هم ویلي چې دمګړۍ د دوی لخوا د اوکراین لومړیو کرښو کې د جګړې او فعالیتونو د شدت څه پلان نشته.