پاکستاني چارواکو ویلي چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې په یوه سیاسي غونډه کې د چاودنې امله ۴۴ تنه وژل شوي او تر ۱۵۰ ډیر ټپیان دي. دا چاودنه پرون هغه مهال وشوه چې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام څه دپاسه ۴۰۰ غړي په “خار” ښار کې په یوه غونډه کې راټول شوي وو. د خیبر پښتونخوا ایالت د روغتیا وزیر، ریاض انور د فرانس پرس خبري آژانس ته دا مرګ ژوبله تایید کړې. انور همدارنګه ویلي چې ځانمرګي برید کوونکي سټېج سره نږدې په ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي چولي. روغتیایي مسوولینو ویلي چې یو شمېر سخت ټپیان په چورلکو کې د پېښور بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي. تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې. د پاکستان ولسمشر عارف علوي، صدراعظم شهباز شریف، د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري او د جمعیت اسلامي ګوند مشر سراج الحق او یو شمېر نورو چارواکو او سیاستوالو د پاکستان د جمعیت علمای اسلام پر غونډې برید غندلی دی.