د لوګر د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي چې د دغه ولایت مرکز پل علم او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د نړیوالو موسسو له لوري د نږدې ۹۴ میلیونه افغانیو په لګښت د بېلا بېلو پروژو د پلې کېدو خبر ورکوي. د لوګر د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت الله نایب خېل وايي، چې په یادو پروژو کې د ۱۳۹ خاورین بندونه، د ۴۰ مترو په اوږدوالي د استنادي دیوال، د ۷۰ مترو په اږدوالي د کانالونو او د یو چکدم جوړول شامل دي، چې د یاد ولایت په مرکز پل علم ښار، محمد آغې او خروار ولسوالیو کې د ۹ میاشتو په موده کې جوړ شوي دي. د دغو پروژو په پلې کېدو کې ۱۲۵۰ تنو ته د کار زمینه برابره شوې وه.