د افغانستان سرپرست حکومت د خوړو نړیوال پروګرام هغه راپورونه ردوي چې وایي، افغانستان د خوړو له پلوه تر پل هر هېواد په خراب وضعیت کې دی او ۱۶ میلیونه خلک نه پوهېږي چې د بل وخت ډوډۍ له کومه کړي. د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اېف پي ویلي چې افغانستان د نړۍ تر ټولو هېوادونو د مرستو زیات اړمن خلک لري. د یاد پروګرام اجرایوي مرستیال کارل سکاو ویلي، د نړۍ په کچه افغانستان په غذايي لحاظ په تر ټولو ناوړه وضعیت کې دی. د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وایي، بېوزلي او بېروزګاري په افغانستان کې پخوانۍ ریښې لري، خو بیا هم د نړیوالو په بندیزونو سره دا وضعیت نور هم خراب شوی دی.
حبیب وایي، نړیوال باید د داسې راپورونو خپرولو پرځای داسې بنسټیزې پروژې تمویل کړي چې خلکو ته کاري زمینې په کې برابرې شي. د هغه په خبره په دې هېواد کې ۱۶ میلیونه وګړي نه پوهېږي چې د بل وخت ډوډۍ به له کومه کوي.