د خیبر پښتونخوا په باجوړ سیمه کې د وړمې ورځې برید له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۴ ته ورسېد. یاد برید د یکشنبې په ورځ د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ، جمیعت علماء السلام ګوند په غونډه ترسره شوی چې په لومړیو ساعتونو کې یې د تلفاتو شمېر ۴۶ وژل شوي او ۹۰ ټپیان ښودل شوي وو. پاکستاني چارواکو ویلي، چې په وژل شویو کسانو کې د جمعیت علماء اسلام د باجوړ سیمې ځایي مشران هم شامل دي. پولیسو د برید پلانونکو په اړه پلټنې پيل کړي او ویلي یې دي چې په چاودنه کې له ۱۰ تر ۱۲ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي کارېدلي دي.