قزاقستان غواړي له افغانستان سره د سوداګري اړیکو په پراخولو د افغانستان له لارې له پاکستان سره سوداګري راکړه ورکړه وکړي. د قزافستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر قناعت تومیاش پرون ویلي چې، د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګري اړیکو پیاوړتیا به مرسته وکړي چې د دوی لپاره د پاکستان بازارونو ته د ټرانسپورټ او لوژستیک لارې پرانیستل شي. د منځنۍ اسیا هېوادونه سره له دې چې د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت نه پېژني، خو له افغانستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د همکارۍ د پراختیا هڅه کوي. په وروستیو ورځو کې د ازبکستان، پاکستان او افغان چارواکو د ازبکستان او پاکستان د ریللارو د وصلېدو لپاره په افغانستان کې د ریللار د جوړېدو په اړه موافقه وکړه.