د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي د یو ۶ کسیز پلاوي په مشرۍ د قطر پلازمینې دوحې ته د بشري مرستو د جلب په موخه په رسمي سفر تللی دی. د يادې ټولنې وياند عرفان الله شرفزوی ویلي، چې نوموړی به د دې سفر پر مهال د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو او د ملي ټولنو او خیریه بنسټونو له استازو سره وګوري. د شرفزوی په وينا د یاد سفر په پلان شویو لیدنو کې به نوموړی له ګډونوالو سره د افغانانو بشري ستونزې او اړتیاوې شریکې کړي او د ګډو همکاریو د غوښتنې ترڅنګ به د افغاني سرې میاشتې له لارې د افغانستان له بېوزله وګړو سره د نغدي مرستو ترڅنګ د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستو غوښتنې شریکې کړي.