د امریکا پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۲۰ کال د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو بدلولو لپاره د دسیسو به جوړولو تورن شوی دی. پر نوموړي دغه راز امریکا کې د درغلۍ د دسیسې، شواهدو کې د لاسوهنو او د اتباعو د حقونو پر ضد د دسیسې تورونه هم لګېدلي دي. پر ډونلډ ټرمپ دغه تورونه د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر شپږمه واشنګټن کې د کانګرس پر ودانۍ د برید په اړه د څېړنو پایله کې لګول شوي.
خو ټرمپ، چې ۷۷ کلن او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته بیا د جمهوریپال ګوند له اړخه نوماند دی، دغه ټول تورونه ردوي.