د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په واشنګتن ډي سي کې یوې فدرال محکمې ته ورغی او ویې ویل چې بېګناه دی. دا درېیم ځل وو چې ټرمپ محکمې ته حاضر شو. د ډونالډ ټرمپ محاکمه په داسې حال کې پیل شوه چې په ښار کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو. ټرمپ باندې تور لګول شوی چې د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو د پایلو د بدلولو هڅه یې کړې. د هغه پلویانو بیا د ۲۰۲۱ کال د جنوري په شپږمه د امریکا د کانګرس په ودانۍ کپېټول هېل باندې یرغل ور ووړ. له پولیسو سره په اخ او ډب کې پنځه کسان ووژل شول او تر سلو ډېر پولیس ټپیان شول. رویټرز راپور ورکړی د فدرال محکمې قاضي ماکسیلا اوپادیا ټرمپ ته وویل، که په څلورو جرمي فقرو کې چې په ده یې تور لګېدلی پړ وبلل شو، نو ۵۵ کاله بند باندې محکومیدای شي. ټرمپ، قاضي ته په ځواب ویلي چې بېګناه دی.