د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي راتلونکې چهارشنبه د دغه هېواد پارلمان منحلوي. هغه دا پرېکړه د پارلمان غړو ته په یوه مېلمستیا کې د پارلمان مشرانو ته په ډاګه کړې. ټاکل شوې د پارلمان له منحل کېدو سره موقت حکومت جوړ شي تر څو سراسري ټاکنې وشي.د پاکستان د حکومت مشران موقت حکومت او لومړي وزیر ته د واک پر لېږد په سلامشورو بوخت دي او لومړي وزیر شهباز شریف د پارلمان د منحل کولو لپاره د اګست نهمه ټاکلې. سرچينې وايي چې هغه دا پرېکړه د خپلې سیاسي ټلوالې مشرانو ته په یوه مېلمستیا کې کړې او ویلي يې دي چې په پارلمان کې د اپوزيسيون له مشر سره يې هم د موقت لومړي وزیر پر سر سلامشورې له ننه پیل کړې چې هیله يې ښودلې په دوو دریو ورځو کې به نهايي شي.