د سالنګ لویه لاره سر له ننه د مسافر وړونکو موټرو پرمخ تړل کېږي. د سالنګونو د حفظ او مراقبت ریاست خبر ورکړ، چې دا لاره به یوازې د شپې په مخه په نوبت د بارداره موټرو لپاره پرانیستې وي. د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې مسافر به د شیبر کوتل او غوربند درې له لارې له شماله جنوب او له جنوبه شمال ته تګ راتګ کوي. ویل کیږي، چې دا لویه لاره ممکن تر درېیو میاشتو پورې د مسافر وړونکو موټرو پر مخ بنده وي.



































