د سعودي عربستان دولتي اژانس پرون خبر ورکړی، چې ټاکل شوې نن د دغه هېواد د جدې ښار د اوکراین کړکېچ ته د حل لارې موندلو لپاره د خبرو کوربه وي. اژانس لیکلي، چې دغه ناسته د سعودي عربستان له لوري د خبرو له لارې په اوکراین کې د روان کړکېچ د پای ته رسولو د هڅو په دوام ترسره کیږي، چې د بېلابېلو هېوادونو استازي او د ملي امنیت سلاکاران وربلل شوي دي. د سعودي حکومت تمه ښودلې، چې دغه ناسته به وکولی شي په اوکراین کې د روان کړکېچ په پایته رسولو او دایمي سولې په ټینګېدو کې مرسته وکړي. ورته وخت کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیرزلنسکي په یو ویډیویي پیغام کې په جده کې د جوړېدونکې ناسته څخه هرکلی کړی او دا یې په خپل هېواد کې د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره مهمه بللې ده.